لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ایف بي ای: تېر کال جعلکارانو د لوی عمر له امریکایانو تر 3.4 ارب ډالرو زیات غلا کړي


په استخباراتي او امنیتي چارو کې د امریکې د پلټنو مرکزي ادارې ایف بي ای په یو تازه رپوټ کې ویلي، جعلکارانو یا تېرایستونکو په تېر 2023م کال کې د زاړه عمر له امریکایانو څخه تر 3.4 ارب ډالرو زیاتې غلا کړې دي.

ایف بي ای د اپرېل پر 30مه په خپل رپوټ کې ویلي، جعلکاران له زیاتو پرمختللو چالبازیو کار اخلي او د پاخه عمر په اسانۍ خطاکېدونکي امریکایي وګړي دې ته مجبوره کوي چې خپلې سپمولې پیسې وبایلي.

د ایف بي ای په رپوټ کې ویل شوي، اکثره هغه امریکايي وګړي چې جمعلکارانو ترې پیسې غلا کړې دي، عمرونه یې تر 60 کلونو پورته دي او دا ډول غلاګانې د تېر کال په نسبت 11 فیصده زیاتې شوې دي.

پلټونکي وایي جعلکاران دومره زړور شوي دي چې د بېنکي اکاونټونو د را ایستلو لپاره دننه په امریکا کې خپل کسان کورونو ته استوي چې د پاخه عمر له امریکایانو نغدې پیسې او سره زر تر لاسه کړي.

د ایف بي ای د مجرمانه پلټنو د څانګې مرستیال جیمز بارنېکل ویلي، "د جعلکارۍ دا ډول کړنې د زیات عمر پر امریکایانو ملا ماتوونکی اغېز لري ځکه چې په دې عمر خلک پیسې نه شي ګټلای، خلک خپلې ټولې پیسې وبایلي او ځینې خلک بې وسیلې شي".

تېر کال د ایف بي ای ادارې ته څه باندې یو لک شکایتونه هغو کسانو کړي وو چې عمرونه یې تر ۶۰ کلونو پورته دي او جعلکارانو له تقریباً شپږ زرو کسانو څخه تر یو لک زیات ډالر غلا کړي.

د جعلکارۍ په وسیله دا د کال 2020م له کورونا وایرس وروسته په دوه کلونو کې د زاړه عمر د امریکایانو په زیانونو کې د پام وړ زیاتوالی دی، کله چې خلک په کور کې بند پاته وو او د جعلکارانو لپاره په ټیلیفون ورته لاسرسی اسانه وو.

ښاغلی بارنېکل وایي پلټونکي په هغو منظمو او له امریکې بهر جرمونو کې ښکېل ډلو پسې پلټنه کوي چې د امریکایانو د تېرایستلو لپاره د رومانس یا مینې او سرمایه کارۍ په ګډون د جعلکاریو له بېلابېلو لارو کار اخلي.

د ایف بي ای په رپوټ کې ویل شوي تېر کال د پاخه عمر له امریکایانو سره تر ټولو ډېره جعلکاري هغو کسانو کړې ده چې ځانونه یې په ټیلیفون کې د ټکنالوجۍ او یا هم کسټمر سروسونو د څانګو د استازو په توګه خلکو ته ورپېژندلي وو.

په دې طریقه کې جعلکاران ځانونه د بېنک یا حکومت چارواکي او یا هم د ټکنالوجۍ ادارو کارکوونکي معرفي کوي او کمزوري خلک دې ته هڅوي چې د بېنکي اکاونټ معلومات یې غلا شوي او باید خپلې پیسې داسې اکاونټ ته ولېږي چې کنټرول یې په بشپړه توګه د جعلکارانو په لاس کې وي.

د ایف بي ای په رپوټ کې دا هم ویل شوي چې تېر کال د مې او دسمبر په میاشتو کې جعلکارانو د پاخه عمر امریکایان دې ته هڅولي وو چې د بېنکي اکانټونو معلومات یې پټ شوي او د پیسو خوندي کولو لپاره باید خپلې ټولې پیسې له بېنکه وباسي او په بدل کې یې سره زر او یا نور قیمتي شیان واخلي.

وروسته جعلکارانو خپل یو شخص د دغو کسانو کورونو ته استاوه او له هغوی یې ټولې نغدې پیسې اخیستلې.

د چارواکو په وینا په تېره اپرېل میاشت کې د امریکې په اوهایو ایالت کې 81 کلن تن یو اوبر ډرایور له دې کبله د شک په توګه په ډزو وواژاه چې د جعلکارانو تر ټیلیفونونو وروسته ده فکر کاوه چې هغه یې تېرباسي.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG