کراچۍ (وي او ای ډیوه) —
د پاکستان د بلوچستان صوبې په دکۍ او خضدار سيمو کې په درېو چاودنو کې لږ تر لږه يو تن وژل شوی او د امنيتي اهلکارو په ګډون د 20 پورې نور کسان ژوبل شوي دي.
د دکۍ ضلعې د ليويز يو چارواکي وي او اې ډيوه ته تاييد کړې، د دکۍ د ټېکدار نالۍ په علاقه کې د سکرو ډک ټرک روان وو، اېښودل شوي بارودي مواد پرې چاودلي دي.
چارواکي د نوم نه ښوولو په شرط د ډيوه خبريال حفيظ الله ستوري شېراني ته ويلي، د لومړۍ چاودنې وروسته چې دغلته د سي ټي ډي او پوليس چارواکي ورسېدل، بله چاودنه وشوه، په دغه چاودنه کې يو تن په ځای وژل شوی او د سي ټي ډي پوليس دوه سب انسپکټران او خواوشا 20 نور کسان ژوبل شوي دي.
د چارواکي په خبره په چاودنه کې ژوبل شوي زياتره کسان د سکرو په کانونو کې کارکوونکي دي او دوی نزدې روغتونونو ته منتقل کړل شوي دي.
په سمدستي ډول د چاودنو زمه واري چا نه ده منلې.
تېره شپه په خضدار کې د پوليسو په يو ګاډي هم چاودنه شوې، د پوليسو يو عسکر پکې ژوبل شوی او ګاډي ته تاوان اوښتی دی.
د خضدار پوليس تاڼې يو چارواکي مولا بخش دغه پېښه تاييد کړې، او ويلي یې دي د جالوان کمپليکس سره نزدې نامعلومه کسانو د پولیس په موټر لاسي بم غورځولی دی.
درې ورځې وړاندې هم په دکۍ سيمه کې د ماينونو په ساتنه مامور په اېف سي ځواک بريد کې د اېف سي يو عسکر وژل شوی او درې نور ژوبل شوي وو.
هغه وخت پوليس چارواکو ویلي وو په دکۍ کې په اېف سي چوکۍ بريد ته د اېف سي اهلکارو فوري ځواب ورکړی او د مرستې دپاره یې نور اهلکار غوښتي وو.
چارواکو ويلي وو، د اېف سي نور اهلکار موقعې ته رسېدلي، د وسله والو یې په ګاډي ډزې کړي، په بريد کې د اېف سي یو عسکر وژل شوی وو.
د دکۍ پوليسو يو چارواکي ويلي وو، په دغه ډول بريدونو کې بلوڅ بېلتون غوښتونکې ډلې لاس لري.
د رپورټونو ترمخه د دغه بريد زمه واري لاقانونه ګرځول شوې ډلې (بي اېل اې) منلې وه.
د روژې په میاشت کې د دکۍ څخه د سکرو د ماينونو نهه مزدوران تښتول شوي وو، چارواکو ويلي په دوی کې اووه مزدوران خوشي کړل شوي او دوه تراوسه بې درکه دي.
پوليس اهلکار د نوم نه ښکاره کولو په شرط ويلي، بلوڅ بېلتون غوښتونکې ډله (بي اېل اې) د سکرو د کانونو د مالکانو نه قلنګ او پېسې غواړي چې پېسې دې ورکړي بيا به یې مزدوران خوشي کړي. پاکستان او امریکې بي اېل ای ترهګر تنظیم ټاکلی دی.
پوليس اهلکار د نوم نه ښکاره کولو په شرط ويلي، بلوڅ بېلتون غوښتونکې ډله (بي اېل اې) د سکرو د کانونو د مالکانو نه قلنګ او پېسې غواړي چې پېسې دې ورکړي بيا به یې مزدوران خوشي کړي. پاکستان او امریکې بي اېل ای ترهګر تنظیم ټاکلی دی.
د پاکستان ناارامه ضلع بلوچستان کې وخت په وخت د ناامنۍ پېښې کيږي، په امنيتي اهلکارو بريدونه کيږي او د زياترو زمه واري بلوڅ بېلتون غوښتونکې ډلې مني.
د دې ترڅنګ د سکرو په ماينونو کې هم اکثره د ګېس چادونو او کانونو کښېناستو پېښې کيږي او مزدورانو ته پکې مرګ ژوبلې اوړي.
Forum