د ازبکستان نيلوفر اخرور چې نرسه ده، هغه او خاوند یې د امریکې د ګرين کارډ په لاټرۍ کې امریکې ته تللي دي. د هند اشيش جېن چې د ټکنالوجي اېګزېکيټو دی، د زده کوونکي په ويزه امریکې ته رسېدلی، او د افغانستان غرزی اورياخېل پخواني افغان پوځي ژباړن د کډوالو ځانګړې ويزه ترلاسه کړې وه.
اخرور، جېن او اورياخېل په تيرو دوه لسيزو کې امریکا ته کډوال شوي، دا کډوالي د جنوبي او منځنۍ اېشيا څخه د سېوا کېدونکو کډوالو د لړۍ برخه ده.
د امریکې تازه سرشمېرنې ښيي، چې امریکې ته د يادې سيمې څخه په کال 2022م کې د کډوالو شمېره 60 فيصده سېوا شوې 4.6 ميلينو ته رسېدلې کومه چې په 2010م کې 2.9 ميلينه وه.
امریکې ته د رسېدو خوب، د مختلفو لارو نقشه وړاندې کوي، او دا يو څرګند حقيقت دی چې امریکا ته د رسېدو دپاره ټولې ممکنه لارې خپلوي.
ازبکه اخرور
د امریکې ډايورسټي ويزا پروګرام چې د ګرين کارډ لاټرۍ په نوم پېژندل کيږي، د کمې نمايندګۍ هيوادونو کډوال راهڅوي، او دا د ازبکو او د منځنۍ اېشیا د نورو هيوادونو د خلکو دپاره د امریکې د ګرين کارډ ترلاسه کولو غوره لاره ده.
اخرور وايي، پلارنۍ علاقه یې ثمرقند ده او دغه سيمه د ګرين کارډ د لاټرۍ ګټلو دپاره مشهوره ده.
د هغې قسمت په 2003 کې راويښ شوی، چې کله یې د پوهنتون زدکړې سر ته رسولې، وايي يوه ورځ چې کور ته راغله يو نااشنا څيز یې ترلاسه کړ، دغه کڅوړه ورته د ډاک په لاره راغلې وه.
په دغه کڅوړه کې د امریکې د بهرنيو چارو وزارت خط وو، او هغې ته پکې خبر ورکړل شوی وو چې د ګرين کارډ لاټري يې ګټلې ده، او هغه د 1819 قسمتي ازبکانو د جملې څخه وه چې لاټري یې راختلې وه.
اخرور چې هغه وخت يادوي، وايي ټوپونه یې وهل، "زه خوشاله وم چې امریکې ته ځم". خو هغې ته يو خنډ مخې ته وو چې 19 کلنه او يواځې وه مور او پلار یې يواځې نه پرېښوده.
هندوستانی جېن
اشیش جېن د هغه امریکايي دوستانو هڅولی، په 2007 کې د جارجيا ټک د صنعتي اينجينيرۍ د ډګرۍ اخستو د زده کړو دپاره اټلانټا ته تللی وو، خو د ګرېجوېشن دويم کال یې د مالي بحران د کال سره پيل شوی وو. د جېن په خبره، "دغه ډېر سخت وخت وو".
د هغه د يوې دندې وخت پوره شوی خو په درېو مياشتو کې ورته يوه بله موقع په لاس ورغلې او په امریکا کې د پاتې کېدو اجازت ورته ترلاسه شوی ځکه د بحران په وخت کې کمو شرکتونو ته د H-1B خواستونه شوي او د هغه د ويزې خواست منظور کړل شوی وو.
ډېری کډوال اوس هم نه دی پوی چې د امریکې خوب څومره اوږدېدی شي، جېن د "اوږدوالي" په توري زور ورکوي.
د هندوستاني زده کوونکو دپاره په بهر هيوادونو د لوړو زده کړو دپاره امریکا لومړی منزل دی، په 2022م 2023م تعليمي کال کې په امریکا کې د هندوستاني زده کوونکو شمېره په ريکارډ کچه 270,000 ته سېوا شوې وه.
په امریکا کې د هندوستاني زده کوونکو پاتې کېدو کره شمېره نه ده معلومه. خو په بټالووا کې د کډوالو د پاليسي د انسټيټيوټ مشر څيړونکی ژاهنا وايي، د STEM ګڼ زده کوونکي د درېو کالو د عملي تربيت څخه ګټه پورته کوي.
د H-1B ويزې پروګرام په امریکا کې هنرمندو بهر ملکیانو ته د دندې ترلاسه کولو اجازت ورکوي، او دغه کار کوونکي بيا د ګرين کارډ دپاره سپانسر کولی شي.
خو د جېن د ګرين کارډ ترلاسه کولو موده د 14 کلونو پورې اوږده وه، بيا وبايي ناروغي راغله او د هغه قسمت ودرېد.
افغان اورياخېل
د اورياخېل د امریکې سفر په کال 2009م کې د هغو افغانانو د کډوالو د ځانګړې ويزې د پروګرام سره پيل شوی وو څوک چې د امریکې د حکومت سره په دنده وو.
دغه د 15 کالو څخه زيات پروګرام د هغو زرګونو افغانانو دپاره د کډوالۍ د ویزې لاره جوړه شوې چا چې په افغانستان کې د امریکايي مشن مرسته کوله.
اوریاخېل چې اوس 41 کلن دی، په 2004 کې یې په باګرام کې د ژباړونکي په توګه دنده پيل کړې، هغه 13 کاله د امريکانو سره کار کړی او په دغه لړ کې د کلتور د مشير په حېث په ټول افغانستان کې ګرځېدلی په جنګي ماموريتونو کم تللی، خو بيا هم د ډېرو خطرو سره مخ شوی.
هغه ويلي، " د پکتيا په زرمت ولسوالۍ کې راباندې څو ځله ماينونه چاودلي، مونږ قابو وژل شوي وو ځکه چې مونږ طالبانو ګېر کړي وو او زمونږ ټول ګاډي تباه شوي وو".
وايي، د تره زوي یې هم د امریکا د پوځ سره کار کولو په 2006 کې طالبانو نيولی او سر یې ترې پرې کړی وو.
د اوریاخېل په خبره، "هغه يو د لومړو ژباړونکو څخه وو چې طالبانو یې سر پرې کړی وو".
د هغه ژوند سخت په ويره کې وو، دوه ځله یې د کډوالۍ ځانګړې ويزې ترلاسه کولو دپاره خواستونه کړي،په لومړي ځل په 2007 او په دويم ځل په 2010 کې، د دويم ځل خواست ته یې اووه کاله انتظار کړی، هغه پکې کوژدن او بيا واده کړی او تر دې چې د دوو بچو پلار شوی.
هغه وايي، "تل به مې خپل سټېټس تازه کولو".
امریکا ته لارې
د بټالووا د کډوالو د پاليسي انسټيټيوټ وايي، د جنوبي او مينځنۍ اسيايي هيوادونو د خلکو امريکا ته د کډوالۍ لارې مختلفې دي.
افغانان د کډوالۍ په ځانګړو ويزو او کډوالو په پروګرامونو تکيه کوي، د منځنۍ اسيا خلک د ګرين کارډ په لاټرۍ قسمت ګوري، هندوستاني په امریکا کې په مستقله توګه اوسېدو دپاره د کار ويزه کاروي. پاکستاني او بنګاليان په عامه توګه د ګرين کارډ ترلاسه کولو دپاره د خپلوانو لخوا د سپانسر لاره کاروي.
لارې ټولې قانوني نه وي، تېر کال د امریکې سرحدي ايجنټان د جنوبي او مينځني اسيايي هيوادونو د زرګونو په شمېره کې د قانوني اسنادو نه لرونکو کډوالو سره مخ شوي دي. پوهان وايي دا د کډوالۍ د قانوني لارو د محدوديتونو عکاسي کوي.
بټالووا وايي، ډېر خلک د اوږدې مودې نه انتظار کوي چې زر یې کار وشي.
اخرور چې په قانوني لاره تللې، واده یې کړی خو بيا هم د تلو وروسته دوه کاله د نيويارک په بروکلېن کې د چېلنجونو سره مخ پاتې شوې ده.
جېن بيا د کرونا وبا راتلو څخه اغېزمن شوی د کورنۍ د ګرين کارډ اخستل یې نښتي وو، دغه عمل پينځه کاله موده نيولې وه.
او اوریاخېل ته د اووه کاله انتظار وروسته په 2017م کې د لاس اېنجلس ويزه ترلاسه شوې او رسېدلی وو. هغه ويلي، قسمتي وو چې وتلی دی خو اوس هم ګڼ افغانان، چې ژوند یې خوندي شي، شاته پاتې دي.
هغه ويلي، هغه خلک چې ژوند یې په خطره کې دی، په وطن کې دنده نه مومي او د امدن هيڅ لار یې نشته.
تېره مياشت د امریکې کانګرس د افغانانو دپاره د کډوالو 12,000 اضافي ويزې منظورې کړي، او دSIV پروګرام یې د 2025م پورې غځولی دی.
خو پوهان وايي، په 2021م کال کې د کابل د سقوې وروسته دغه ويزې، غوښتنې يا خواستونه نه پوره کوي، د 140,000 نه زيات د SIV خواستونه په قطار کې دي، او امریکې ته امېګرېشن لا د ډېرو افغانانو دپاره اوږد خوب جوړ شوی دی.
Forum