لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کورمه، لکي مروت: وسله والو بریدونو کې د دوو امنیتي کسانو په ګډون دري تنه وژل شوي


د خېبر پښتونخوا په جنوبي ضلع لکي مروت کې د لکي سیمنټ په نوم د سيمنټو په کارخانه وسله وال برید شوی، د کارخانې یو ساتونکی پکې وژل شوی او دوه نور ژوبل شوي دي.

‏‎بل لور ته له افغانستان سره په پوله د خېبر پختونخوا په کورمه قبایلي ضلع کې د نامالومو وسله والو برید کې دوه امنیتي عسکر او یو ځایي اوسیدونکی وژل شوي دي.

پولیس وايي د شپې ناوخته وسله والو د لکي مروت پېزو سیمه کې د لکي سیمنټ په کارخانه برید کړی دی.

د دوی په وینا په برید کې د کارخانې یو ساتونکی وژل شوی او دوه نور ژوبل شوي دي.

د پېزو تاڼې چارواکي وايي وسله والو د کارخانې په ماینګ برخه برید کړی دوه ایکسیوېټر او یو ټېنکر سوځولي او څلور کارمندان یې د تښتولو وروسته خوشي کړي دي.

د دوی وینا ده له برید سره سمدستي د پېښې ځای ته رسېدلي، ټوله سیمه یې ګیره کړې او د لټون عملیات یې پیل کړي دي.

تر دې وخته د پېښې زمه داري چا په غاړه نه ده اخستې.

لکي سیمنټ کارخانه د لکي مروت په سوېل کې موقعیت لري چې پولې یې د ډېره اسماعیل خان یارک سیمې سره لګېدلي دي.

په ۲۱م اپرېل یارک سیمه کې نامالومو کسانو د کسټم په عسکرو حمله کړ‎ې د کسټم درې عسکر وژل شوي او څلور نور ژوبل شوي وو.

دې پېښې ته په غبرګون کې د پارلیمان پخواني غړي او د پي ټي ایم مخکښ علي وزیر په ایکس لیکلي،

د خېبرپښتونخوا نه سرمايه کاران د سازش او منصوبه بندۍ سره شړل کيږي. په دې کړکېچن بهیر کې ټول ښکېل اړخونه په ورته پاڼه کې دي.

بل لور امنیتي سرچینې وايي په کورمې قبایلي ضلع کې نامالومه وسله والو په ډزو کې دوه امنیتي عسکر او یو ځايي تن وژل شوي دي.

د دوی په وینا دا پېښه له افغان پولې سره جوختې ماتا سنګر سیمه کې هغه وخت شوې چې امنیتي ځواکونه د لټون په عملیاتو بوخت وو، چې له یوه نږدې کور څخه پرې ډزې شوي دي.

په دې اړه نور مالومات مخې ته نه دي راغلي.

چارواکي وايي ماښام د شمالي وزیرستان تحصیل میرعلي په پتاسي اډه سیمه کې چاودنه شوې چې پکې دوه لاروي ژوبل شوي دي.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG