لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ایران وایي پر هېواد یې بهرنی برید نه دی شوی، خو په اصفهان کې یې درې ډرون را غورځولي


ایراني چارواکو یوې خواته له خپلې خاورې بهر د اسرایل د میزایلو ور ویشتل کېدو خبرونه رد کړي او رویټرز د یوه ایراني چارواکي په وینا ویلي چې د هوایي دفاع سیسټم له کبله چاودنې شوې دي‌ خو بلې خواته یې ویلي چې نن سهار یې په اصفهان ښار کې درې ډرون ویشتلي او را غورځولي دي.

اسوسیېټیډ پریس وایي ایران د جمعې په سهار وختي د ډرون الوتکو له لیدلو وروسته د مرکزي اصفهان ښار په لویه هوایي اډه او ایټمي مرکز کې د هوایي دفاع ډزې کړې دي او دغو ډزو د ایران د وروستیو بریدونو په غچ کې د اسرایل د ممکنه بریدونو ویره زیاته کړې ده.

اسرایلي مشرانو او پوځ د جمعې په سهار د دغو بریدونو په اړه څه نه دي ویلي. په ایراني رسنیو کې لومړی برید ته غبرګون سوړ وو، خو وروسته یوه لوړپوړي ایراني چارواکي رویټرز ته ویلي، ایران سمدستي د جوابي برید پلان نه لري.

د امریکې بېلابېلو رسنیو د ناپېژاندو امریکایي چارواکو له خولې خبر ورکړی چې اسرایل د جمعې په سهار وختي پر ایران د میزایل حملې کړې دي. نیویارک ټایمز او واشنګټن پوسټ وایي اسرایلي چارواکو منلې چې په ایران کې یې هوایي بریدونه کړي دي.

د ایراني حکومت د ملي مجازي فضايي مرکز ویاند حسین دلیریان د امریکايي رسنیو رپوټونه رد کړي چې ګواکې اسرایل پر ایران برید کړی او وایي داسې ښکاري چې امریکايي رسنیو خوب لیدلی دی:

"د څو کواډکاپټرو [ډرونونو] ناکامه برید چې بالاخره دغه څو ډرون هم را وغورځول شول، د نړۍ په هیڅ کومه برخه کې حمله نه ګڼل کیږي".

حسین دلیریان پر خپل ایکس [مخکیني ټویټر] لیکلي، "تر دغې شیبې پورې له سرحدونو بهر هیڅ کوم هوايي برید پر اصفهان او یا د هیواد په کومه بله برخه نه دی شوی".

د ایټمي انرجۍ نړیوالې ادارې هم د ایراني چارواکو رپوټونه تایید کړی او وایي پر ایران د اسرایل په ممکنه برید کې د دې هېواد ایټمي مرکزوو ته کوم زیان نه دی رسېدلی.

له دې حالته یوې خبرې سرچینې رویټرز ته ویلي، امریکا د اسرایل تر برید مخکې په دې اړه یو خبر تر لاسه کړ.

یوه بل ایراني چارواکي هم شک څرګند کړی چې ګوندې اسرایل دې پر ایران برید کړی وي، دې چارواکي د نوم نه ښکاره کولو په شرط رویټرز ته ویلي:

"بهرنۍ سرچینې پېښه نه ده تایید کړې، پر موږ کومه بهرنۍ حمله نه ده شوې او بحث د برید پر ځای زیات د نفوذ یا دراندازۍ په اړه دی".

د ایران او اسرایل تر منځ له وروستۍ شخړې وروسته واشنګټن او د نړۍ نورو ځواکمنو هېوادونو پر اسرایل ټینګار کړی وو چې پر ایران جوابي‌ برید ونه کړي او د شخړې د لا زیاتېدو د مخنیوي ډاډ ورکړي.

د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي د اپرېل پر 16مه د قطر له امیر شیخ تمیم بن حماد الثاني سره په ټیلیفوني خبرو کې خبرداری ورکړی وو چې که اسرایل د ایران خلاف معمولي اقدام وکړي نو سخت او دردوونکی جواب به ورکړل شي.

ایران د پنجشنبې- زیارت په ورځ د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته وویل اسرایل باید "زموږ د ګټو خلاف د هرډول پوځي یرغل مخه ونیسي" او د ملګرو ملتونو عمومي مشر انتونیو ګوتېریش خبرداری ورکړی چې منځنی ختیځ د "ډېر خطر په حالت" کې دی.

یادونه:- د رپوټ زیات معلومات له رویټرز او اې پي خبري ایجنسیو اخیستل شوي دي.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

د امریکې په کالجونو کې په غزه کې د جنګ خلاف احتجاجونه دوام لري
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:53 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG