لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکايي ډلې په اسرایلي ځواکونو د "منظمه" جنګي جرمونو الزام لګولی


د تېر کال د نومبر په میاشت کې اسرایلي پوځ شایع کړې په دې تصویر کې لیدل کېږي اسرایلي ځواکونه د غزه په الشفا هسپتال کې عملیات کوي
د تېر کال د نومبر په میاشت کې اسرایلي پوځ شایع کړې په دې تصویر کې لیدل کېږي اسرایلي ځواکونه د غزه په الشفا هسپتال کې عملیات کوي

په داسې ورځ چې د امریکې صدر جوبایډن اسرایل سره د ۲۶ بېلین ډالرو په پوځی امداد دستخط کوي، د امریکايي دانشورانو او د امریکې د خارجه وزارت یا سټېټ ډپارټمنټ د پخوانیو چارواکو یوې غېر حکومتي ډلې غوښتنه وکړه چې اسرایل ته د وسلې انتقال دې وځنډول شي او د اسرایل په ډېفېنس فورسز یا دفاعي ځواکونو يې په "منظمه" ډول د جنګي جرمونو الزام ولګولو.

د شورو، چهارشنبې، په ورځ شایع شوي رپورټ کې د انډيپېنډېنټ ټاسک فورس ان دې اپېليکېشن اف نېشنل سېکیورټي مېمورېنډم ټونټي، اېن اېس اېم ټونټي، نومې ډلې د اسرایلي وزیراعظم بېنجمن نېټن یاهو په دې ډاډ د شکونو اظهار وکړو چې د هغه حکومت د امریکايي وسلو استعمال په مکمله توګه د امریکې او د نړیوال قانون سره سم کوي.

د امریکايي وسلو د استعمال په اړه د اسرایل نه د یقین دهانۍ غوښتنه د اېن اېس اېم ټونټي په هغه یاداشت کې شوې وه چې صدر بایډن د فېبرورۍ په میاشت کې جاري کړی و.

د امریکايي رضاکارانو په دې ډله کې داسې کسان هم شامل دي چې د فلسطيني مسلح ډلې حماس خلاف جنګ کې د اسرایل په چلند تنقید کوي او وايي په غزه کې د کډوالو په الجبلیه او المغازي کېمپونو په شمول يې د اسرایل د هوايي بمبارۍ د پېښو زرګونو رپورټونو ته يې کتنه کړې ده. په المغازي کې ۶۸ او په الجبلیه کې ۳۹ کسان وژل شوي دي.

په رپورټ کې په مرکزي غزه کې په هغه رهایشي ودانۍ د ايي ډي اېف د حملې ذکر شوی چې د ۵۴ ماشومانو په شمول په کې ۱۰۶ کسان وژل شوي دي.

په زیاتره داسې پېښو کې د انساني حقونو تنظیمونو داسې څه ثبوت نه دی موندلی چې د ويشتل شویو ځایونو خوا او شا عسکري هدفونه موجود وو او یا اسرایلي چارواکو په د حملو نه مخکې خبرداری کړی و.

امریکايي ډلې په اخېره کې دا هم وویل چې ايي ډي اېف د نړیوالو بشري قوانینو خلاف ورزي کړې چې په کې په حملو کې د امریکايي وسلو غېرقانوني استعمال او غزه ته د انساني مرستو په لاره کې خنډان جوړول شامل دي.

د امریکې په رټګرز یونېورسټۍ کې د نړیوالو چارو پروفېسره او فلسطيني امریکایي فعالا نوره عریقات کوي او جاش پال چې په سټېټ ډپارټمنټ کې د هغه څانګې ډرېکټر و چې نورو ملکونو ته د وسلو د انتقال چارې په لاس کې لري، د امریکايي ټاسک فورس په شریکه مشري کوي. پال د اکتوبر په میاشت کې اسرایل ته د امریکې د مهلک وسلو ورکولو په سر احتجاج کې استعفا ورکړې ده. پال او عریقات په غزه کې د اسرایل د جنګ په چلند او اسرایل سره د بایډن په ملاتړ تنقید کړی دی.

عریقات وویل د انساني سرپرستۍ نه بغېر د امریکايي وسلو او د مصنوعي ذهانت استعمال او د جنګ په اصولو کې نرمۍ یو داسې تناظر جوړ کړی چې مخته يې په منظمه ډول د نړیوالو بشري قوانینو خلاف ورزي کېږي.

هغې زیاته کړه چې امریکا هغه نړیوالو قانوني ادارې او نظامونو د بحران سره مخامخ کړي چې د دې ډول انتشار د مخنیوي دپاره جوړ کړی شوي دي.

د اېن اېس اېم ټونټي دلاندې بایډن خارجه او دفاع وزارتونو ته امر کړی و چې په ۹۰ ورځو کې کانګرس ته دا رپورټ ورکړي چې ایا هغه اتحادي ملکونو چې امریکې ورته وسله ورکړې د نړیوالو او امریکايي قوانینو پابندي کړې او که نا؟

په امریکايي قوانینو کې د پخواني سېنېټر پېټرک لیهي په نوم یادېدونکي هغه قانوني مادې هم شاملې دي چې د حکومت نه تقاضا کوي چې د انساني حقونو د خلاف ورزیو په صورت کې دې نورو ملکونو یا قانون نافذ کوونکو ادارو سره دې پوځي امداد قطع کړي.

د اېن اېس اېم ټونټي دلاندې اسرایل د مارچ په میاشت یقین دهاني ورکړې ده او سټېټ ډپارټمنټ د می د میاشت تر اتمې نېټې پورې وخت لري چې کانګرس خبري کړي چې ایا د اسرایل ډاډګېرنې د باور وړ دي او که نا؟

اېن اېس اېم ټونټي هغه وسلو ته توجو ورکوي چې د کانګرس په منظورۍ ورکړی کېږي خو پال وايي د دې سختو شرطونو باوجود داسې "واضحه ثبوتونه شته چې د امریکايي ټېکس ادا کوونکو په پېسو د اسرایلي ځواکونو د لاسه په منظمه ډول د جنګي جرمونه کېږي."

د کانګرس د هاوس اف رېپرېزېنټېټیوز د صدر بایډن د خپل واک من ۲۶ غړو د حکومت لوړ رتبه چارواکو ته دا میاشت یو خط کې په دې اړه پوښتنې راپورته کړې چې د اسرایل ډاډګېرنې يې منلي دي.

سټېټ ډپارټمنټ په دې اړه د تحقیقاتو موندنې شایع کوونکی دی چې ایا د اسرایل هغو پوځي دستو ته په امداد قدغنونه ولګول شي او که نا چې په اووم اکتوبر په اسرایل د حماس د حملې نه مخکې پې په وېسټ بېنک کې د

انساني حقونو د خلاف ورزیو الزامات لګول شوي دي.
که سټېټ ډپارټمنټ د قدغنونو اعلان وکړو نو دا به وړمبی ځل وي چې امریکا به اسرایل پوځي امداد قطع کړي.

د امریکې خارجه وزیر اېنټني بلېنکن د ګل، دوشنبې، په ورځ وویل توقعو ده چې د تحقیقاتو موندنې په اینده څو ورځو کې شایع کړی شي.

اسرایلي وزیراعظم بېنجمن نېټن یاهو د اسرایلي حزب اختلاف مشر بېني ګېنټز د اتوار، يکشنبې، په ورځ بلېنکن سره په ټېلې فون خبرو کې په امریکايي اراده احتجاج وکړو چې په اسرایلي پوځي به په ممکنه توګه بندیزونه ولګوي.

نېټن یاهو په سوشل ميډیا وویل د امریکايي بندیزونو په ضد به هر ممکن ګام اخلي. هغه مجوزه امریکايي اقدام "اخلاقي پستي" او "بې وقوفتیا" وبللو.

د امریکې د واکمن ډېموکرېټېک پارټۍ زیاتره غړي اسرایل ته د ایرن ډوم، ایرن بیم او د ډېوډز سلېنګ په شان د هوايي دفاعي نظام ورکولو حمایت کوي چې اسرایل د مزایلو، ډرون او د راکټو د حملو نه محفوظ ساتي خو د هغو وسله په اړه تشویش لري چې دلاسه يې په غزه کې ملکي کسان وژل شوي دي. دا ډېموکرېټس د تېرو څو میاشتو راهسې د بایډن نه غوښتنه کوي چې اسرایل ته دې دغه ډول وسلې ورکول محدود کړي.

امریکا د ټولو نه زیات امداد، هرکال قریباً څلور بیلین ډالر، اسرایل ته ورکوي، چې زیاته برخه يې پوځي مرسته ده.

د نهې، سه شنبې، په ورځ ناوخته د امریکې سېنېټ اسرایل ته د ۲۶ بېلین ډالرو امداد ضمني بجت منظور کړو. په دې قانون سازۍ کې یوکرېن دپاره هم د ۶۱ بېلین ډالرو امداد شامل و. د دې ترڅنګ د انډو پېسېفېک سیمې دباره د اته بېلین ډالرو امداد منظور کړی شو.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

افغان خبریالان: اوس مو هایبرېډ جرنلېزم ته مخه کړې
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:15 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:00:00 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG